
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د امریکا ـ صهیونیستي دښةن د تپلي جنګ د شهیدانو د درناوي غونډه د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربهتوب د پاکستان په پلازمېنې اسلامآباد کې جوړه شوه.
په دغو مراسمو کې د پاکستان یو شمېر مخکښو سیاسي او مذهبي شخصیتونو، پوهانو، د پوهنتون استادانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و. دوی د ایران په ضد د رمضان جنګ د شهیدانو او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت الله سید علي خامنه اي (رح) د یاد او خاطرې درناوی وکړ او د حضرت امام خمیني (رح) د شخصیت، د ایران د اسلامي انقلاب د سیمهییزو او نړیوالو اغېزو او د اسلامي ارزښتونو د دفاع او نړیوال استکبار پر ضد د هغه د نظریاتو په اړه ئې خبرې وکړې.

په پاکستان کې د ایران سفیر ، Reza Amiri Moghadam، د ذوالحجې د مبارکو اخترونو په مبارکئ وئيلو او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د رحلت د کلیزې په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره زیاته کړه؛ مونوږ ویاړو چې د دغه هوښیار او ستر رهبر له وفاته ۳۷ کاله وروسته هم د ایران ملت او د نړۍ نور عدالت غوښتونکي ملتونه د ارواښاد امام لاره، فکر او تګلاره تعقیبوي.
هغه د امام راحل او د اسلامي امت د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د مقام په درناوي سره وویل:زمونږ شهید امام د خپل رهبر لاره تعقیب کړه او خپل مبارک ژوند ئې د اسلام او د مسلمانانو د خپلواکۍ لپاره قربان کړ. دا د ایران د اسلامي انقلاب د پلار د ستر فکر، لرلید او د اسلام او ایران د تاریخ د ژورې مطالعې څرګندونه کوي. امام راحل داسې یو پیاوړی او بشپړ غورځنګ بنسټ کیښود چې د هر ډول خطرونو پر وړاندې د بقا وړتیا لري.

د ایران سفیر وویل: اوس د ارواښاد امام لاره او د هغه لاسته راوړنې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په فلسطین کې څرګندې دي؛ هلته چې له تېرو درو کلونو راهیسې صهیونیسټي وحشي او نیواکګر رژیم د جنایتکارې امریکا په بشپړ ملاتړ د قدس د زړوَرو مبارزینو پر وړاندې پاتې راغلی او حتی د حماس په څېر یوې ډلې ته، چې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته او د امام خمیني (رح) د افکارو په پیروۍ د جهاد او مقاومت ډګر ته راوتلې ده، ماتې نه شي ورکولئ .
په دې مراسمو کې د پاکستان د اهل تشیَّع مخکښ مشر علامه ساجد نقوي په تهران کې د پاکستان پخواني سفیر Asif Ali Khan Durrani، د جمعیت علمای اسلام ګوند د سنا غړی Kamran Murtaza، د پاکستان د پيپلز ګوند دولسی جرګې غړې Sehar Kamran، د جماعت اسلامي مرستیال Liaqat Baloch، د امت مصطفی دبیدارئ غورځنګ مشر Syed Jawad Naqvi او د پاکستان د سنا پخواني غړي Mushahid Hussain Syed هم ویناوې وکړې.

دوی د ایران د ملت د انقلابي روحیې او د حضرت امام خمیني (رح) په مشرۍ د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ د پیروۍ ستاینه وکړه او ویې ویل؛د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټ اېښودونکي حضرت امام خمیني (رح) او د انقلاب شهید رهبر امام خامنه اي (رح) نړۍ ته ثابته کړه چې اسلام د ملتونو برخلیک د عزت، بریا، پرمختګ او هوساینې پر لور رهبري کولی شي.
دغو پاکستانيو غوره شخصیتونو پخپلو ویناؤ کې ووئيل؛ حضرت امام خمیني (رح) یو تلپاتې حقیقت دی. اسلامي انقلاب د واکمنو قدرتونو پر وړاندې دومره لویه ننګونه رامنځته کړې چې تر نن ورځې پورې نړیوال استکبار او زورواکي قدرتونه د سیمې د زړوَرو ملتونو او هغو خلکو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري چې د عدالت او خپلواکۍ غوښتونکي دي.

ویناوالو په زغره ووئيل؛ حضرت امام خمیني (رح) یوازې په یوې ټولنې یا یوه هېواد پورې محدود نه دی، بلکې د هغه لاره او افکار د نړۍ د ټولو آزادي غوښتونکو ملتونو لپاره د الهام سرچینه ده؛ له همدې امله مونږ ټول نن سبا د هغه د افکارو او نظریاتو بیا مطالعې ته اړتیا لرو.
https://www.irna.ir/news/86171790